ایکناخبری آژانس د اخبار۲۴ له قوله راپور راکړ،د اسلامی نړۍ د اتحادئې(MUSLIM WORLD LEAGUE) عمومی منشي او د علماءالمسلمین غورځنګ مشر ډاکټرمحمد العیسي په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ دغه اتحادیه په ډيرو اندیښنو سره،په افغانستان کې د میرمنو او انجونو لپاره د طالبانو له خواد عمال شوو ممنوعیّتونو پایلې او په غیر حکومتی ادارو یا هماغه این جی اوګانو کې د دوي د مشغولتیا مخنیوی په جدیّت سره تعقیبوي.
هغه زیاته کړې دغه ټولنه په دغې روَئې چې د شریعت له نظره مردوده او باطله ده،افسوس کوي .
دطالبانو دموقته حکومت وروستي اقدامات د افغانستان د ولس د خپګان او کړاؤسبب کیږي او په هغو کسانو کې د اسلام اعتماد او باؤر ته،چې د مونږ دپاک دین په واقعي حقیقت نه دی خبر ډير زیات تاوان رسوي.
په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت په دغه هیواد کې غیر حکومتی موسیسو او ادارو ته حکم ورکړی څو د میرمنو او انجونو د ګمارلو مخه ونیسي،البته مشخصه نه ده چې د طالبانو په محدودیّتونو کې بهرنۍ میرمنې هم شاملیږي او که نه.